کابل، د غبرګولي ۱۴ مه، باختر
د بادغیس په مرکز او ولسوالیو کې ۲۵ زېږنتونونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د بادغیس د عامې روغتیا رئیس محمد آصف قانت باختر آژانس ته وویل، چې دغه زېږنتونونه د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه جوړ شوي دي.
هغه زیاته کړه چې دغه زېږنتونونه د ۷ میلیونو افغانیو په لګښت د UNFPA صندوق په مالي مرسته جوړشوي دي.
د بادغیس د عامې روغتیا رئیس وویل، چې د دغو زېږنتونونو په جوړولو سره د زیاتو ښځو او یوشمېر کورنیو ستونزې حل کېږي او په هره زېږنتون کې یوه قابله د ښځو او نوي زېږېدل شویو ماشومانو لپاره د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو لپاره استخدام شوي دي.
ع