کابل / د غويي ١۹مه / باختر
د باميانو پوليسو اته تنه په دغه ولايت کې د جنايي جرمونو د ترسره کولو په اړوند ونيول.
د باميانو امنيه قوماندان سمونوال زبر دست صافي باختر آژانس ته وويل چې د دغې قوماندانۍ منسوبينو دغه کسان د ځمکې د غصبولو او د نشه يي توکو د پلورنې په تړاو په باميانو ښار کې د عملياتو په بهير کې ونيول.
دغه راز يو بل کس د باميانو د کهمرد ولسوالۍ له مربوطاتو څخه د جنايي جرمونو د ترسره کولو په تور ونيول شو.
ختم-ج –ا
4 د یوې دقیقې څخه لږ