ټولنه

په باميانو کې د سولې او د يو بل منلو لپاره د ځوانانو سمپوزيم جوړ شو

کابل/ دغبرګولي ٣/ باختر
د باميانو په مرکز کې د سولې او د يو بل منلو لپاره د ځوانانو سمپوزيم جوړ شو.
د باخترآژانس دخبرله مخې: د کار او ټولنيزوچارو رياست او د افغانستان د اقتصاد اوحقوقي مطالعاتو انستيتوت په باميانو کې د چارواکو، د دولتي ادارو رييسانو، ملي او بين المللي بنسټونو، فرهنګيانو، ځوانانو، د مدني ټولنې فعالانو او رسنيو په ګډون دغه غونډه جوړه کړه.
په دې سمپوزيم کې د باميانو د والي مرستيال عتيق الله عتيق وويل: په هېواد کې د دموکراسۍ او د بشري حقوقو ارزښتونودزده کړې اورواجواو په لاره کې زياتې ستونزې شتون لري.
هغه د بيان آزادي يو اصل وباله او ويې ويل؛ د بيان آزادۍ ته بايد درناوى وشي او ژمنه يې وکړه چې د باميانو سيمه ييز حکومت به په خپل ټول قوت سره د بيان له آزادۍ ملاتړ وکړي.
د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اسحاق موحيدي په افغانستان کې د دموکراسۍ او بشري حقوقو ارزښتونو ته د تعليم او تربيې په برخه کې فرهنګي ننګونې د ټولنې په فرهنګ پورې تړلى وباله.
په دې سمپوزيم کې ځوانانو د سولې او د يوبل منلو لپاره خپل نظريات شريک کړل
او په پوهنتونونو کې د افراطيت، اقتصادي اوسياسي عوامل او پرټولنيز او فرهنکي عواملو هم بحث وکړ او له بنسټپالنې سره د مبارزې، د يو بل منلو د رواجولو او په افغانستان کې د سولې د تامينولو او سوکالۍ لپاره خپلې نظريې وړاندې کړې.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته