– کابل، د چنګاښ ۵ مه، باختر
د باميانو په امنيه قوماندانۍ کې د افغانستان اسلامي امارت د ملي پوليسو د بايومټريک بهير پرون پيل شو.
د باميانو د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته وويل چې دغه بهير د هغه پلاوي له خوا چې د کورنيو چارو وزارت څخه یاد ولایت ته د صفوفو د تصفې او د ملي پولیسو د بایومتریک لپاره تللي وو د بایومتریک چارې یې عملاً پيل شوې.
هغه وويل، چې د باميانو په امنيه قوماندانۍ کې د بايومټريک بهير پيل شوى او موخه يې د مجرمو او ورانکارو کسانو پيژندل دي.
\ ج