خبرونهاقتصادټولنه

په بامیانو کې د طبي بوټو ساتنه کېږي

 کابل، د غبرګولي ۳۰ مه، باختر

د بامیانو د ژوندانه د چاپیریال ساتنې ریاست د بامیانو د والي او د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له موظف هیئت سره پرون په کروندو کې د طبي بوټو کمي او کیفي حالت وڅېړه.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه څېړنه په نمونوي ډول د بامیانو ولایت په مرکز او د شيبر، لومړي نمبر یکاولنګ او دویم نمبر یکاولنګ ولسواليو په څو سیمې کې تر سره شوې ده او په دغو ساحو کې د بابونه، سالم پنجه، تخم بلدرغان، پودینې، ګزنه، کاسني او د جنسنګ بوټي موندل کېږي.

د بامیانو ولایت د کرنې ریاست یو مسوول وویل چې دغه بوټې په طبابت کې زیات ارزښت لري او د سیمې خلک هم د دغو بوټو په ارزښت پوه شوي دي او له هغو څخه د کورنيو درملو په توګه استفاده کوي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته