کابل/ د کب ٢٩ مه / باختر
د بامیانو په مرکز کې د شهید حبیب الله جام تر عنوان لاندې د فوټسال سیالۍ پيل شوې.
په دغه ولایت کې د فوټسال سیالیو تنشیموونکي هادي افضلي باختر آژانس ته وویل چې په دغو سياليو کې دولس لوبډلې په درېيو ډلو څلورو ګروپونو کې سيالۍ کوي چې درې اوونۍ به دوام وکړي.
د دغو سیالیو موخه د سپورت وده او د غوره څېرو ټاکل ښودل شوې ده.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې دوه تکړه لوبغاړي امید قنبري او حسین علیزاده د بامیانو د ليګ لوبغاړي دي.
\ ذ