خبرونهټولنه

په بامیانو کې د محقق کابلي د مړینې دریم تلین ونمانځل شو

کابل، د غبرګولي ۲۲مه، باختر

په بامیانو کې پرون د محقق کابلي د مړینې دریم تلین ونمانځل شو.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت جوړشوي وو د باميانو والي مولوي عبدالله سرحدي وويل چې خلک له ډېرو کړاوونو او ستونزو سره مخ شول او په ټولو دورو کې ديني عالمان، مخلص مسلمانان د کفر، وحشت او بربريت پر وړاندې ودرېدل او دوی په دې لاره کې ډېر شهیدان ورکړل.

هغه ټینګار وکړ، چې د دین عالمان  باید د اسلامي ارزښتونو د ساتنې لپاره هڅې وکړي او باید کلیو ته لاړ شي او خلکو ته دیني مشورې ورکړي.

هغه زیاته کړه چې د هېواد له خلکو څخه تعصب لرې شوی او په اوسني نظام کې هېڅ ځای نه لري.

نوموړي وویل چې امنيت يو لوى الهي نعمت دى، که امنيت وي نو هر څه په ښه توګه ترسره کېږي او که امنيت نه ويعبادت هم په سمه توګه نه کېږي.

په دې مراسمو کې د محقق کابلي د دفتر سرپرست نعمت صادقي وویل چې د محقق کابلي د واک له برکتونو څخه یو هم په هېواد کې د مجتهدینو په ځان باور پیدا کول، په هېواد کې د دیني خدمتونو او پانګونو څخه ګټه پورته کول دي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته