خبرونهټولنه

په بامیانو کې د ۲۵ ځوانانو د واده مراسم په ډله ییزه توګه ترسره شول

 کابل / د کب ۲۸ مه / باختر

د بامیانو په مرکز کې پرون د ۲۵ ځوانانو د واده مراسم په ډله ییزه توګه ترسره شول.

امام سجاد خیریه موسسې د شعبان د میاشتې د ۱۵ نېټې د امام زمان د زوکړې ورځې په مناسبت په بامیانو کې ۲۵ ځوانانو ته ودونه وکړل.

په بامیانوکې د دغې موسسې ساحوي مسوول مهدي وايي چې د بې ځایه لګښت، بې وزلۍ او ناوړه دودونو مخنیوي په موخه یې ۲۵ ځوانانو ته په ډله ییزه توګه ودونه وکړل.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته