خبرونهټولنه

په بامیانو کې سلګونو اړمنو کورنیو مرستې ترلاسه کړې

کابل، د چنګاښ ۲۶ مه، باختر

په بامیانو کې پر څه د پاسه ۱۴۰۰ معلولو کورنیو نن غیرخوراکي توکي ووېشل شول.

د بامیانو ولایت کې دAABRAR   خیریه دفتر یو مسوول باختر آژانس ته وویل چې د بشردوستانه مرستو د دوام په بهیر کې  دا ځلي ۱۴۴۰ مستحقو کورنیو د دغې موسسې د مرستو تر پوښښ لاندې نیول شوې دي او پر دوی روغتیايي بستې، د پخلنځي وسایل، کمپلې او نور اړین مالونه ووېشل شول.

هغه زیاته کړه، د AABRAR خیریه موسسه څه د پاسه ۲۰ کاله په افغانستان کې فعالیت درلود، چې زیاتره یې له بېوزلو، بې ځایه شویو، معلولو او کوڼدو ښځو سره مرسته کوله.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته