خبرونهټولنهروغتیا

په بامیانو کې پر ۲۶۰ کورنیو روغتیایي بستې ووېشل شوې

 کابل، د غبرګولي ۲۵ مه، باختر

د یونیسف موسسې د بامیانو د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ پرون  پر ۲۶۰ کورنیو روغتیايي بستې ووېشلې.

د باميانو د کليو د بيا رغونې او پراختيا رئيس وويل، چې په دې مرستو کې د لاس مينځلو ٢٦٠ کارتنه صابون، د روغتيايي اعلاناتو ٢٦٠٠ پوسترونه او د اوبو پاکولو ٥٢ زره  ګولۍ پر ٢٦٠ کورنيو ووېشل شوې.

د يادونې وړ ده، چې دغه روغتيايي بستې د وروستيو پېښو او وچکالۍ له امله پر زيانمنو شويو کورنيو ووېشل شوې.

د يو بل خبر له مخې؛ د یونیسف ادارې پر ۳۱۱ اړمنو کورنیو خوراکي او روغتیايي بستي ووېشلي.

د بامیانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس محمد طاهر شاکر وویل، په دې مرستو کې وريجې، اوړه او د حفظ الصحې يوه بسته، د لاسونو مینځلو صابون  او         د اوبو بوشکې شاملې دي.

د هغه په ​​وينا، دغه مرستې د وروستيو سېلابونو او وچکالۍ له امله پر زيانمنو شويو کورنيو وېشل شوې دي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته