کابل، د غبرګولي ۲۸ مه، باختر
د وروستیو څو میاشتو په ترڅ کې د بدخشان ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست د دوو الکترونیکي تذکرو وېش څانګو په لرلو توانیدلی چې له ۱۰ زرو زیاتو غوښتونکو اسناد طی مراحل کړي او غوښتونکو ته الکترونیکي تذکرې ووېشي.
د بدخشان ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست چارواکي وايي، چې د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې یې د الکترونیکي تذکرو له وېش شاوخوا ۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي.
د یاد ولایت د احصایې او معلوماتو رییس حافظ حبیب الرحمن عثماني وايي، د الکترونیکي تذکرو یادې وېش څانګې د ۶۲ کارکوونکو په لرلو چې ۷ یې ښځینه دي، په ورځني ډول د ۴۰۰ الکترونیکي تذکرو د وېش وړتیا لري.
عثماني زیاتوي، د نویو الکترونیکي تذکرو له وېش سربېره په یادو وېش څانګو کې له وېش وروسته خدمتونه هم فعال دي او خدمات وړاندې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د نفوسو د احوال د ثبت قانون د ۳۴ مې مادې له مخې، هر هغه څوک چې د ثبت شویو معلوماتو په بدلون سره د تابعیت تذکرې د مکرر اخیستو لپاره اقدام وکړي، تر قانوني څارنې لاندې راځي. په دې اساس هر هغه څوک چې په یو وخت کې د الکترونیکي او کاغذي تذکرو په متفاوت هویتي معلوماتو سره ګټه اخلي، عدلي او قضايي ارګانونو ته راجع کېږي.
ن.ر