خبرونهټولنه

په بدخشان کې د تالندې او برېښنا له امله درې تنه ووژل شول

 کابل، د غبرګولي ۳۱ مه، باختر

په بدخشان کې پرون د تالندې او برېښنا له  امله د دوو وروڼو په ګډون ۳ تنه ووژل شول.

د بدخشان ولايت له طبيعي پيښو سره د مبارزې رييس مولوي محمد اکرم اکبري د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې دغه ۳ تنه چې د تشکان  ولسوالۍ د ملنګاني د کلي  اوسېدونکي دي د سرپل په ییلاق سيمه کې د تالندې او برېښنا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جمعې په  ماښام هم دوه ورونه چې د کشم ولسوالۍ په ګندم کول کلي کې په کرکیلې بوخت وو، د تالندې او برېښنا له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته