خبرونهاقتصادټولنه

په بدخشان کې د سلګونو جریبه ځمکې د ویجاړېدو او غصبولو مخه ونیول شوه

کابل، د غوايي ۲۱ مه، باختر

د بدخشان د کرنې، اوبولګولو او مالداری ریاست مسوولینو د دغه ولایت په ګلستان، دشت پینګ، فرمراغ ، مغایب او د دښت شیوې په پیجوج سیمو کې د سلګونو جریبه ځمکې د ویجاړېدو او غصبولو مخه نیولې ده.

د بدخشان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري قطب الدین دهنوي د باخترآژانس خبریال ته وویل چې په تېرحکومت کې زرګونه جریبه  شنې ساحې غصب شوې وې چې د اسلامي امارت په بریالي کېدو سره د مجاهدینو په نامه یو شمېر کسانو هم د دغو ځمکو غصبولو ته دوام ورکړی و.

هغه زیاته کړه چې غصب شوې ساحې په تېرو ۱۵ کلونو کې د یو شمېر اشخاصو له لوري ویجاړې او په کرنیزو ځمکو بدلې شوې وې.

له دې وروسته هیڅوک نشي کولای د اسلامي امارت په نوم شنې ساحې غصب کړي.

دغه راز دهنوي په مرکز کې د اسلامي امارت له مشرانو څخه غواړي چې د دغه شان پېښو مخه ونیسي .

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته