کابلباختردسنبلي٣٠
دطالبانو يوقوماندان نن سهارپه لغمان ولايت کې له افغان امنيتي ځواکونو سره دنښتې په بهير کې ووژل شو .
په دې نښته کې دوه تنه نورطالبان ټپيان شول .
دلغمان د والي ويندوى سرحدي ځواک باختر آژانس ته وويل : دغه جګړه تيره شپه دالينګار ولسوالۍ دکنډي په ساحه کې دامنيتي ځواکونو اوطالبانو ترمنځ ونښته چې په بهيرکې يې د طالبانو سيمه ييز قوماندان الله دوست ووژل شو او دوه تنه نور طالبان ټپيان شول .
ځواک وويل : په دې نښته کې افغان امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوه بله پيښه کې نن دملي اردو يو سرتيرى په لغمان ولايت کې ټپي شو .
د لغمان د والي ويندوى سرحدي ځواک باخترآژانس ته وويل : دغه سرتيرى دکابل _ جلال آباد د لويې لارې په اوږدو کې د وريښمو تنګي په سا حه کې له طالبانو سره د نښتې په بهير کې ټپي شو .
2 1 دقیقه لوستل