ټولنه

په بدخشان کې د ماشوم د ادبیاتو کتابتون پرانیستل شو

– فیض اباد / د سلواغۍ / ۳۰/ باختر
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لومړي ځل لپاره په دغه ولایت کې د ماشوم د ادبیاتو کتابتون پرانیست.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نقیب الله ثاقب یار د باختر اژانس خبریال ته وویل دغه کتابتون چې د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست دعامه کتابتون په چوکاټ کې جوړ شوی دی د ماشومانو لپاره په بېلا بېلو عنوانونوسره اووه زره ټوکه کتابونه لري .
هغه د ماشومانو د ځانګړي کتابتون جوړول یو ارزښناک ګام وباله چې له دغه کتابتون څخه د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو ماشومان کولای شي استفتاده وکړي .
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته