اقتصاد

په بدخشان کې د مالیاتو د راټولولو اوونۍ ونمانځل شوه

کابل/دمرغومي ۲۸مه /باختر
په بدخشان کې د مالیې د راټولولو اوونۍ ( زموږ مالیه، زموږ هېواد، زموږ راتلونکي) تر شعار لاندې نن به دغه ولایت کې ونمانځل شوه.
د باخترآژانس خبریال د خبرله مخې، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه د بدخشان د والي مرستیال مولوي نثار احمداحمدي د مالیاتو راټولول او د مالیې ورکول یوه دیني او انساني وجیبه وبلله او زیاته یې کړه چې مالیه د هېواد داقتصاد ملاتیر جوړوي او خلک باید د مالیې د ورکولو په برخه کې چې د خپل هېواد برخلیک جوړوي جدي همکاري وکړي او خپله مالیه په ټاکلې وخت تحویل کړي.
د بدخشان مستوفي مولوي عبدالبر وویل چې د مالیې وزارت د پلان له مخې باید ۳۲۳میلیونه افغانۍ د مالیې له پلوه بانک ته تحویل شوې وای چې د کرونا ویروس د خپرېدو او په هېواد کې د وروستیو سیاسي بدلونو نو له امله موږ وکولای شو د روان کال د لېندۍ د میاشتې تر پای پورې ۱۶۱میلیونه افغانۍ راټولې کړو چې په ورکړای شوي پلان کې په سلو کې ۷۵ کمښت راغلی دی.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي له خلکو وغوښتل چې د مالیې د راټولولو په برخه کې د دغه ولایت له مستوفیت سره همکاري وکړي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته