ټولنه

په بدخشان کې د واورې ښوېدنې له امله ۵ تنه وژل شوي دي

کابل/ د مرغومي ۱۴مه باختر
د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې د تاج ګل درې په زرنداب سیمه کې د واورې ښوېدنې له امله ۵ تنه وژل شوي او یو شمېر نور د واورې لاندې بند پاتی دي.
د سیمې اوسیدونکي د دغه خبر په تاییدولو سره د باخترآژانس سیمه ییز خبریال ته وویل د راغستان ولسوالۍ د تاج ګل درې په زرنداب سیمه کې د زر شوي ۵تنه کارګران وژل شوي او یو شمېر نور تر واورې لاندې بند پاتي دي.
د عیني شاهدانو د څرګندونوله مخې، همدا اوس د واورې سخت اورښت دوام لري او د سیمې خلکو ونه شول کړای چې مړي له واورو څخه وباسي.
د دغې پېښې جزییات وروسته خپرېږی.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته