خبرونهټولنهروغتیا

په بدخشان کې د وینې ورکولو کمپاین پیل شو

کابل، د چنګاښ١٦مه، باختر
د بدخشان یو شمېر ځوانانو پرون له ناروغانو سره د مرستې په موخه د وینې ورکولو کمپاین پیل کړ.
د باختراژانس د خبر له مخې؛ د دې کمپاين يوې تنظيموونکې ګيتي فرح وويل چې د دغه کمپاين د پيلولو موخه له هغو ناروغانو سره مرسته ده چې د وينې د کمښت له امله له مرګ سره مخ دي او دغه کمپاين د بدخشان په ولايتي روغتون کې دوه ورځې دوام کوي.
د هغه په وينا، په دې کمپاین کې نارينه او ښځينه وو برخه اخیستې ده.
د یاد کمپاین تنظیم کوونکو وویل چې په دغه ولایت کې یو زیات شمېر ناروغان د اقتصادي ناتوانۍ او د وینې بانکونو ته د نه لاسرسي له امله د مرګ له خطر سره مخ دي او د همدې اړتیا له مخې دغه کمپاین يې پیل کړی دی.
د دې کمپاين غړي وايي، خوښ دي چې د ناروغانو او په ځانګړې توګه هغو مېرمنو ته چې د زېږون پرمهال وينې ته اړتيا لري، د اړتيا وړ وينه برابروي او د اړتيا په صورت کې د ناروغانو لپاره وينې ورکولو ته يو شمېر نورکسان هم چمتو دي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته