امنیت

په بدخشان کې د چينايي تروريستانو دويم نمبر سړى ووژل شو

کابل باختر دوري دمياشتې ١١ نيټه :
دهېواد په شمال ا وشمال ختيځ زون کې امنيتي مسوولين وايي چې  په افغانستان کې د چينايي تروريستانو  دويم نمبر سړى  په بدخشان ولايت کې  ووژل شو.
د٢٠٩ شاهين قول اردو يوه مسوول نن  دباخترآژانس له خبريال سره په خبروکې وويل ؛  چې دغه تروريست د بدخشان ولايت په جرم ولسوالۍ له شپږ و تنو نورو ډار اچوونکو سره ووژل شو.
ده وويل؛  په دغو عملياتو کې ديارلس تنه نور ډاراچوونکي ټپيان شوي هم دي خو ملکي  وګړو ته زيان نه دى اوښتى.پاى جذ   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته