کابل، د غبرګولی ۹ مه، باختر
په بدخشان کې څه د پاسه ۵۰۰ بې ځایه شویو کورنیو نغده مرسته ترلاسه کړه.
د بدخشان د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رئیس مولوي محمد یونس جهاد مل د باختر آژانس خبریال ته وویل چې دغه نغدي مرستې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ له لوږې سره د مبارزې دفتر له لوري د بدخشان په مرکز او ۵ ولسوالیو کې پر۵۸۰ بې ځایه شویو کورنیو وېشل شوې دي.
هغه زیاته کړه چې پر هرې کورنۍ ۲۱ زره افغانۍ و وېشلې.
ع