خبرونهټولنهTOP

په بدخشان کې سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي

کابل د چنګاښ ۷ مه، باختر

 د بدخشان ځایي مسوولینو د یاد ولایت په جخان او یمګان ولسوالیو کې د سېلابونو د راوتو خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې رییس مولوي محمد اکرم “اکبري ” د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې پرون په چخان او یمګان ولسواليو کې سېلابونه راوتلي، چې له امله یې سلګونه جریبه کرنيزه ځمکه، عامه تأسسیات، پلچکونه، ښوونځي، د اوسېدو ۷۰ کورونه او بېلابېل کرنیز کانالونه له منځه وړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په یادو سېلابونه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتي.

د سیمې اوسېدونکو له اړوندو سیمه ییزو مسوولینو او مرستندویو موسسو څخه غوښتي چې له سېلاب ځپلو کورنیو سره د مرستې او لاسنیوي په برخه کې خپلې هلې ځلې ترسره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته