کابل، د غبرګولي ۱۰ مه، باختر
په بدخشان کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په تګاب ولسوالۍ کې څلور ډار اچوونکي وژل شوي دي.
د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویلي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په تګاب ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات ترسره کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې په عملیاتو کې څلور ډار اچوونکي وژل شوي او د هغوی پټنځی هم له منځه وړل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په واکمنۍ سره په ټول هېواد کې امنیت تامین شوی او ټول خلک په عادي ډول خپلې ورځنۍ چارې ترسره کوي.
ن/ر