ټولنه

په بدخشان کې څه دپاسه ٣٥٠ اړو او بېځايه شويو کورنيو نغدي مرسته ترلاسه کړه

کابل / د ليندۍ ١٨مه / باختر
په بدخشان کې له ٣٥٦ اړو او بېځايه شويو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه مرسته د ملګرو متلو د کډوالو (UNHCR) او (ORD) ادارو برابره کړې وه چې د بدخشان د کډوالو چارو رياست په همکارۍ پر (۳۵۶) کورنيو ووېشل شوه.
په دې دوره کې پر هرې کورنۍ ٥٠٠ ډالره نغدې پيسې ووېشل شوې.
د دغو کسانو کورونه د جګړو له امله ويجاړ شوي او له خپلو ټاټوبوڅخه بېځايه شوي وو.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته