ښوونه او روزنه

په بدخشان کې څه د پاسه پنځوس زده کوونکي د فراغت سندونه ترلاسه کړل

کابل / د لیندی / ۲۱ / باختر
په بدخشان کې څه د پاسه ۵۰ زده کوونکي نجونې او هلکان د سخن سبز له روزنیزمرکزڅخه د بیان او ویناکولو په برخوکې پرون د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د باخترآژانس خبریال د خبرله مخې، دغه غونډه د بدخشان د والي مرستیال مولوي نثاراحمد ، د امربالمعروف رییس مولوي شیراحمد جواد او د اطلاعاتواو فرهنګ رییس په ګډون جوړه شوه .
د بدخشان د اطلاعاتواو فرهنګ رییس معزالدین احمدي د دغه زده کړیز ورکشاب د ترسره کولوموخه یې د ځوانان د زده کړې د کچې او د دوی د ظرفیت لوړول وبلل او ځوانان یې د علم او زده کړې په برخه کې وهڅاوه او وېې ویل : امریکا د دوی متحدین په مخامخ جګړو کې ماتې وخوړه ، خو خپل مبتذل فرهنګ یې په هېواد کې زرع کړه چې تراوسه له منځه نه دی تللی.
هغه زیاته کړه چې موږ هلې ځلې کوو ځوان نسل پوهاوي ته وده ورکړوچې لویدیځ فرهنګ له هېواد څخه له منځه یوسو .
هغه وویل چې د خوښی ځاى دى چې د( سخن سبز)رونیزمرکزځوانان یې توانمند کړی دی ترڅو هغه حقايق چې په خپل ذهن کې لري باید د لویدیځ فرهنګونو له منځه وړولوڅخه استفاده وکړي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته