خبرونهټولنهنړۍ

په بریتانیا کې ۱۲۰۰۰ افغان پناه غوښتونکي کورونه، نه لري

کابل /د سلواغې ۲۰مه/باختر
د بریتانیا د ایندیپندنت ورځپانې لیکلي: د تخلیې د عملیاتو او بریتانیا ته د افغانانو د لېږدونې له پیل څخه تراوسه پورې ۱۲۰۰۰ افغان پناه غوښتونکي اوس هم په هوټلونو کې ژوند کوي.
د بریتانیا دولت افغان پناه غوښتونکو ته د دایمی ثبات او مسکن برابرول د کورنیو د شمېر زیاتوالي په دلیل سخت او وخت نیونکی کار بولي او وایي هغه کسان چې په افغانستان کې دي ورته لارښونه کېږی چې د هویت په تشخیصولو کې د موجودو چلنجونو په دلیل اوس غوښتنلیکونه ورنه کړي.
د افغانانو لپاره د بریتانیا بیا میشت کولو د وزیر سیاسي سلاکارې شبنم نسیمي اینديپندنت ته ویلي دي چې تراوسه پورې څه د پاسه ۳۰۰ښاري شوراګانو له افغانسنتان څخه د وېستل شویویو افغانانو له ځای پرځای کولو سره موافقه کړې ده.
موږ دغه راز هغه شوراګانې چې تراوسه پورې یې پیشنهادونه نه دي ورکړي او یا هغه کسان چې کولای شي زیات کورونه تامین کړي هڅوو چې د کور په موندلو کې همکاري وکړي.
له افغانستان څخه د تخلیې عملیاتو په بهیر کې یوشمېر زیات ماشومان له خپلو کورنیو پرته بریتانیاته ورسېدل او یوشمېر نور بریالي نه شول چې د مېرمنې مېړه او د خپلو بچیانو په ګډون د کورنۍ مهم غړي له ځان سره راوړي.
دغه موضوع اوس د پناه غوښتونکو به اساسي سرخوږی بدله شوې ده .
دا په داسې حال کې ده چې یو زیات شمېر افغان پناه غوښتونکي څه د پاسه ۵ میاشتې کېږي په هوټلونو کې ژوند کوي او تر اوسه پورې د هغوی د دایمي استوګنې سیمه او د هغوی د استوګنې حالت مشخص نه دی په رواني ستونزو اخته شوي دی.
شبنم نسیمي د دغه مسلې په تاییدولو سره وویل څرنګه چې زیا تره دغه مهاجرین له خپل هېواد څخه د تېښتې د وحشتناکو تجربو او دغه راز د خپلو کورنیو د لرې والي په دلیل مناسب جسمي او روحیې شرایط نه لري زیاتې اندېښنې شتون لري باید وویل شي چې په امریکا کې هم څه د پاسه ۲۷زره افغانان له کورپرته شپې سبا کوي او د دغه هېواد مقاماتو ویلي، چې ښایي د یوزیات شمېرکسانو د پناه اخستنې غوښتنې رد شي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته