خبرونهاقتصاد

په بغلان کې  بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه ترلاسه کړل

 کابل / د غوايي ۱۵ مه / باختر

د اکتید موسسې  د بغلان د کرنې ریاست په همکارۍ نن د دغه  ولایت په ده صلاح ولسوالۍ کې پر ۱۰۰۰ بزګرانو د غنمواصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره ووېشله.

د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوول امرخيل د باختر اژانس خبریال ته وويل چې د اکتید موسسې  پر هر بزګر د غنمو ۵۹ کيلوګرامه اصلاح شوي تخمونه او یوه بورۍ سپینه  کیماوي سره ووېشله.

امرخيل زياته کړه چې دغه مرسته د فرانسې هېواد کړې چې د بغلان د کرنې رياست د اکتيډ موسسې په همکارۍ د دغه ولايت په بزګرانو ووېشل شوه.     ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته