خبرونهفرهنګ

په بغلان کې تاریخي او لرغونې سیمې د ویجاړیدو له ګواښ سره مخ دي

 کابل/ د غوايي٢٧مه/ باختر

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي په دغه ولايت کې د يو شمېر تاريخي ځايونو سیمو ویجاړېدو ته اندېښمن دي.

د بغلان  د فرهنګ     آمر عبدالبشير اظهر د باختراژانس خبريال ته وويل چې بغلان ولايت د هېواد يو له تاريخي او لرغونو ولايتونو څخه ګڼل کيږي .

ده زياته کړه: په بغلان ولايت کې د دهنه غوري، مرکزي بغلان، خوست، فرينګ، دوشي، خنجان، بره کي برک، اندراب او پلخمري ولسواليو کې ٢٨ تاريخي او لرغوني اثار شتون لري. په خبره یې؛ معبد، شمرق طلعت او چم کلا په دغه ولایت کې تر ټولو مشهور تاریخي او لرغوني ځایونه دي.

مسوولین وايي چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ غونډۍ او د پلخمري ښار د شمالي غرونو مجسمې د بارانونو او سېلاوونو له ګواښ سره مخ دي.

د بغلان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي اسدالله مصطفى هاشمي د تاريخي ساحو په ارزښت او رول ټينګار وکړ او په بغلان کې يې د تاريخي او لرغونو ساحو له خراب حالت څخه د انديښنې په څرګندولو سره وويل چې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره په ګډه کار کوي چې په بغلان کې د زیان منونکو تاریخي او لرغونو سیمو د ساتنې لپاره لازم تدابیر ونیول شي.

\  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته