فرهنګ

په بغلان کې دشرافت دوژل کيدو غندل .

کابل باختردتلې د مياشتې  ٢٨  :  دبغلان خبريالانو تيرماښام ديوې غونډې په ترڅ کې په  زابل کې  دمحمديعقوب شرافت دوژنې عاملين وغندل.                                                    
دبغلان ولايت دخبريالانو داتحاديې رئيس ډاکتر خليل نرمګوى  دبيان د  آزادۍ  دلارې  دلارويانو  په تيره بيا دمحمديعقوب شرافت  پاک روح ته ددعا دکولو په ترڅ کې    د باخترآژانس خبريال ته وويل ؛ له ټولو ګواښونو، تاوتريخوالي او تيرو سره سره  دديموکراسي او دبيان د آزادي دښمنان نه شي کولاى  په دې لاره کې بريالي شي.                                                                                                       
نرمګوى دشرافت  دشهادت دعاملينو دغندلو په ترڅ کې د دغې پيښې دعاملانوپه پيژندنې او نيولو ټينګار وکړ او دغه شهيد ته يې دلوى خداى ج       له دربارڅخه دفردوس جنت اوپاتې  کسانو ته يې د جميل صبر هيله وکړه.
دبعلان و لايت يوه  خبريال شيرمحمدجهش دغه پيښه وغندله اوډاډيې ورکړ  چې دغه شان قضيې زياتره موږ دې ته اړ باسي چې په کلک ايمان سره دخبررسولو په لاره کې زياتې هلې ځلې وکړو.  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته