ټولنه

په بغلان کې دنشه يي توکو په زيانونو دپوهاوي ورکولو دورکولو دکمپاين پيل

کابل باختردسلواغې دمياشتې ٢٤ :

دکوکنارو دکرکېلې دمخنيوي په باب دپوهاوي ورکولو پروګرام نن د
بغلان ولايت دپنځلس ګونو واحدونو دجوماتونو دملاامامانو او خطيبانو په همکاري ددغه ولايت دنشه يي توکوپرخلاف دمبارزي رياست له خوا پيل شو.

دبغلان ولايت  دنشه يي توکو  پرخلاف دمبارزي رييس  فضل الحق اندرابي  دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل  دکوکنارو دکرکېلې دمخنيوي په باب دپوهاوي  ورکولو پروګرام دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزي رياست له خوا دعالمانو په همکاري په داسې حال کې پيل شو چې سږکال دبغلان ولايت دمرکزي بغلان ، نوى بغلان ، دهنه غوري ، پل حصار اوتاله اوبرفک په ولسواليو کې  په پنځه  څلويښت هکتاره  ځمکه کې کوکنار کرل شوي  دي چې له امله يې دبغلان ولايت سږکال  دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزي  دچارو وزارت ديومليونو ډالرو مرستي څخه بې برخي شو.

دبغلان ولايت دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزي رييس وويل  دجوماتونو دملاامامانو، خطيبانو اوعالمانو له پراخو تبليغاتو څخه په استفادي دعامه پوهاوي دپروګرام له امله دکوکنارو په کرکېله کې کمښت راغلي دي.

ديادونې وړده  چې په بغلان ولايت کې دښځو اونارينه و په گډون شپږزره تنه په نشه يي توکو روږدي دي.

ده وويل  بغلان د روږدو کسانو ددرملنې روغتون نه لري اودبيلابيلو مراجعو له پرله پسې  ژمنو سره سره تراوسه پوري په دې اړوند کوم اقدام نه دي شوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته