خبرونهامنیت

په بغلان کې دوه څلويښت بنديان د طالبانو له زندان څخه آزاد شول

کابل/ د سلواغې٢٨/ باختر
د هېواد کوماندو ځواکونو تېره شپه په بغلان کې ٤٢ بنديان د وسله والو طالبانو له زندان څخه آزاد کړل.
د٢٠٧ پامير قول اردو مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ؛ دغه کسان د بغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په علي خواجه کلي کې د کوماندو ځواکونو د ځانګړې قطعې د منسوبانو په عملياتو کې د وسله والو طالبانو له زندان څخه آزاد شول.
تراوسه پورې د دغو آزادو شويو کسانو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي.
خو ويل کېږي چې په آزاد شويو کسانو کې ٢٥ پوځيان او١٧ ملکيان دي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته