امنیت

په بغلان کې ديوه جنايتکار بانډ په غړو دپولسيو مرګانى بريد .

کابل باختر د وري لسمه :
ديوه  جنايتکار  بانډ درې تنه غړي  دبغلان ولايت له امنيتي مامورانو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه پرون ناوخته  هغه وخت ونښته چې ديوه جنايکار  بانډ غړي دپلخمري ښار په مربوطاتو کې  په شوکمارى بوخت وو .
  دبغلان ولايت دامنيې  قوماندانۍ وياند ذبيح الله شجاع باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې  ددغه جنايتکار  بانډ درې تنه غړي ووژل شول او نور يې وتښتيدل .
  ده وويل چې دغه بانډ دپلخمري ښار په مربوطاتو  په تيره بيا  د بغلان _ پلخمري  په لويه لاره کې په غلا، شوکمارى ،  وژنې ، انسان تښتونې  او دنشه يي توکو  په قاچاقو لاس  پورې کاوه .
  ختم_  عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته