روغتیا

په بغلان کې دپوليو دواکسين دتطبيق فوق العاده پروګرام پيل شو

په بغلان ولايت کې نن دپوليسو يا دماشومانو دګوزڼ  دواکسين دتطبيقولو فوق العاده پروګرام پيل شو.

دبغلان ولايت دعامې روغتيا رياست دکتلوي معافيت آمر ډاکتر عبدالرحمن الفت دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چې دنړۍ دروغتيايي سازمان اويونيسف  په مالي مرسته دعامې روغتيا رياست له لاري ددغه فوق العاده پروګرام دتطبيق تصميم له هغه وروسته  ونيول شو چې دمرکزي بغلان دلقيو په کلي کې  په يو درې کلن ماشوم دپوليو يوه مثبته پيښه وليدل شوه.

ده زياته کړه ددغه پروګرام له لاري په دريو ورځو کې  دکور په کور په ډول داته سوه  اته څلويښت تنو له خوا له پنځه کلني څخه ښکته څه دپاسه دوه سوه اويا زرو تنو ماشومانو پوليو تطبيقيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته