خبرونهفرهنګ

په بغلان کې د ادبي ټولګې مخ کتنه وشوه

 کابل، د زمري ۲ مه، باختر

د اغزیو د ګریوان ادبي ټولګه د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا مخ کتنه وشوه.

د نثر دغه ادبي ټولګه چې په ۲۰۶ مخونو کې چاپ شوې، د عبدالوهاب مومند له خوا لیکل شوې ده.

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر بشیر اظهر باختر آژانس ته وویل، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د بهیر ادبي ټولنې له خوا د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې جوړه شوې وه، د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله هاشمي، یوشمېر دیني عالمانو، شاعرانو، لیکوالانو، ځوانانو او د فرهنګ او ادب فعالانو په کې ګډون کړی و.

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په خپلو خبرو کې موجود شرایط په هېواد کې د فرهنګ او ادب د پراختیا لپاره مساعد بستر وباله او زیاته یې کړه، د هېواد اساسي برخه چې په څلورو لسیزو کې هېره شوې وه د فرهنګ او ادب برخه ده.

هغه په ټولنه کې د ځوانانو او فرهنګیانو ټولنیزو او فرهنګي رول او مقام مهم وباله او ډاډ یې ورکړ، چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست به له فرهنګیانو او ځوانانو سره د فرهنګي چارو د ښه والي په لاره کې له هېڅ راز همکارۍ ډډه ونه کړي.

په دې غونډه کې د یو شمېر فرهنګیانو له خبرو وروسته د عبدالوهاب مومند ادبي اثر د اغزیو ګریوان چې د هغه په شخصي لګښت چاپ شوی مخ کتنه یې وکړه.

په دې غونډه کې د ادبي بهیر مشرتابه هیئت، عبدالوهاب مومند او څو تنو شاعرانو او لیکوالانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له بریالیتوب وروسته دا دریمه ادبي او فرهنګي ټولګه ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا یې مخ کتنه کېږي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته