کابل، د چنګاښ ۴ مه، باختر
د ادیب راډیو په بغلان کې له سیمه ییزو راډیوګانو څخه ده چې پخواني رژیم له نسکورېدو مخکې د هغه خپرونې بندې شوې وې او د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ بیا پیل شوې.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي عبدالفتاح رحیمي د باختر آژانس سیمه ییزخبریال ته وویل چې ادیب راډیو په بغلان کې د لسو سیمه ییزو رسنیو څخه ده چې د اقتصادي ستونزو له امله د هغه خپرونې له یو کال را په دې خوا بندې شوې وې.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د راډیو په ګډون د رسنیو د ارزښت په اړه څرګندونې وکړې او زیاته یې کړه چې رسنۍ او ژورنالیستان د ښې حکومتوالۍ د جوړولو او پیا وړتیا په لاره کې اغیزمن دي له دې امله اجابوي چې د اسلامي ا مارت د واکمنۍ د ټینګښت او پیاوړتیا په مقصد ګټورې هڅې وشي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د ادیب راډیو د فعالیت بیا پیلېدل د ا طلاع رسونې په لاره کې ارزښتناک ګام وباله او د روزنیزو، دیني او معلوماتي پرورګرامونو په خپرولو یې ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې په بغلان کې د صوتي او تصویري او چاپي په ګډون ۱۲ رسنۍ او د کېبل یوه دستګاه فعالیت کوي.
ج