خبرونهامنیت

په بغلان کې د اسلامي امارت ۵۰ سرتېرو پوځي زده کړې بشپړې کړې

 کابل / د وری ۴مه /باختر

په بغلان کې د ځانګړو ځواکونو له روزنیزمرکز څخه د اسلامی امارت۵۰ سرتېرو فراغت لیکونه ترلاسه کړل.

د بغلان والي قاري بختیار معاذ باختراژآنس ته وویل چې دغو فارغو شویو سرتېرو فکري او عقیدتي زده کړې بشپړې کړې چې  په یاد ولایت کې به په بېلابېلو برخو کې پر دندو وګومارل شي.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وایي چې په یاد ولایت کې به د پوځي زده کړو لړۍ روانه وي تر څو سرتېري په مسلکي ډول وروزل شي او ټولنې ته وړاندې شي.

د بغلان د پولیسو ځانګړی کنډک ۱۸۰ سرتېري لري چې ۵۰ یې پوځي زده کړې بشپړې کړې او پاتې نور یې هم په زده کړو بوخت دي.

اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته