خبرونهټولنه

په بغلان کې د اوبو رسولو د ۷ پروژو کار پیليږي

 کابل ، د چنګاښ ۸ مه ، باختر

د بغلان په ۵ ولسوالیو کې د اکتید او د افغانستان د پرمختیايي او تعلیمي موسسو له لوري د اوبو رسولو د ۷ پروژو کار به ډير ژر پیل شي.

د بغلان د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوول محمد نصیر طاهري د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د دغو ۷ پروژو له جملې څخه ۴ پروژې چې پکې د اوبو رسولو ۴ شبکې شاملې دي د اکتید موسسې له لوري د ۹۸ زره امریکايي ډالرو په لګښت د مرکزي بغلان، دهنه غوري، نهرین او بره کې ولسوالیو کې تطبیق کېږي.

هغه وویل، چې پاتې ۳ نورې پروژې د افغانستان د پرمختیايي او تعلیمي موسسې له لوري چې پکې د لاسي پمپونو په ګډون د ۱۵ نیمه ژورو څاه ګانو کېندل شامل دي، د بغلان ولایت د مرکزي بغلان، دهنه غوري او بره کې ولسوالیو کې چې خلک یې له وچکالۍ او د څښاک اوبو له ستونزو سره مخ دي، کېندل کېږي.

هغه زیاته کړه، چې سربېره  پر دې په دغو پروژو کې د مرکزي بغلان، دهنه غوري او بره کې ولسوالیو کې د اوبو رسولو د ۶۰ څاه ګانو ترمیمول، د عامه پوهاوي پرورګرامونو جوړول او ۱۸۷۵ کورنیو ته د روغتیايي کېټونو وېشل شامل دي؛ چې ۵۰ زره امریکايي ډالره لګښت لري.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته