خبرونهټولنه

په بغلان کې د خوړو د نړیوال سازمان د بشر دوستانه مرستو د وېش بهیر پیلېږي

 کابل، د غبرګولي ۲۲مه، باختر

د خوړو نړیوال سازمان په پام کې لري چې په دغه ولایت کې له ۲۸ زرو اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړي.

په هغې غونډه کې چې د دغه پروګرام د معرفي کولو په پار جوړه شوې وه د بغلان د اقتصاد رییس عبدالمتین آخوند زاده په هېواد کې د اقتصادي ستونزو او وچکالیو په اړه معلومات ورکړل.

د تطبيقاتي ادارې (CTG) يوه مسوول د بغلان په مرکز او ١٤ ولسواليو کې ٢٨ زره بې وزلې کورنۍ تر پوښښ لاندې لري خپل کاري پلان یې بيان کړ او ويې ويل، چې په دې پروسه کې به د خوراکي توکو د وېش تر څنګ نغدې پيسې هم ورکړل شي.

د یادولو وړ ده چې په تېرو اوو مياشتو کې WFP په بغلان کې ٥٨ زره بې وزله کورنۍ د بشري مرستو تر پوښښ لاندې نيولې دي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته