خبرونهاقتصاد

په بغلان کې د رومي بادنجانوحاصلات زيات شوي دي

کابل /د زمري ٣٠مه /باختر
په بغلان کې د رومي بادنجانو حاصلات د تېرکال په نسبت په سلوکې پنځوس زيات شوي دي.
د بغلان د کرنې رياست يو خبرځاى باختراژانس خبريال ته وويل چې بغلان د سبو په تېره بيا د رومي بادنجانو د کرکيلې لپاره ښه هوا او اوبه لري .
هغه زياته کړه چې د بغلان د کرنې رياست تحقيقاتي برخې په وروستيوکلونوکې د سبو په تېره بيا د رومي بادنجانو د کرکيلې د رواجولو په خاطر بزګرانوته روزنه ورکړې ده.
خبرځاى زياته کړه چې تېرکال په بغلان کې په ٦٩٦ هکتاره ځمکه کې رومي بادنجان کرل شوي و چې شل زره شپږ سوه اته مټريک ټنه رومي بادنجان راټول شوي و.
د خبرځاى د څرګندونوله مخې؛ سږ کال د رومي بادنجانوپه حاصلاتو کې د تېرکال په نسبت په سلوکې پنځوس زياتوالي راغلى و.
د بغلان د کرنې رياست د سړو خونو او د مناسب بازار نشتوالي د سبو د کروندګرو اساسي ستونزه وبلله اوزياته يې کړه چې تېرکال د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د يومن رومي بادنجانو بيه له ٢١٠ څخه تر ٢٥٠ افغانيو پورې وه خوسږ کال د مناسب بازار د نشتوالي له امله يومن رومي بادنجان له٦٠ افغانيو څخه تر ٧٥ افغانيو پورې پلورل کېږي.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته