اقتصاد

په بغلان کې د زغردغوړيو استفاده زياته شوې ده .

-کابل باختر د وري  اتمه :
په بغلان ولايت کې په دې وروستيو کلونوکې  د زغر غوړيو دتوليدوونکو کار او بار  ښه شوى دى .
په پلخمري ښار کې  دزغر غوړيو دتوليد ددستګاه خاوند  خدايار باختراژانس ته وويل   چې له اتيايمې لسيزې  مخکې په دغه ښار کې  دزغر غوړيو  دتوليد يواځې  دوه دستګاوې  فعاليت کاوه .  خو اوس  دغه شمير دزغر غوړيو دتوليد يو ويشتو دستګاو ته  لوړه شوې ده .او په ورځ کې دزغريوه زياته اندازه غوړي پلور ل کيږي .
په پلخمري  کې  دحکيم سنايي پوهنتون  دکدري روغتون يو تن چارواکى  ډاکتر محمد انور عمري هم وويل  چې زغر غوړيو  لګښت ته دخلکو د مخې  کولو اصلي علت  دبازار  دغوړيو مضروالي دى . او دغه غوړي  دکيفيت دموندلو له لابراتوار پرته بازار ته وارديږي .
يوشمير استفاده کوونکي دزغر غوړي له زيان څخه لرې بولې او په دې باور دي  چې دبازار غوړي  د انسانانو روغتيا او سلامتيا ته  زيات زيان رسوي .
  ده دخلکو ترمنځ  د زړه ،  دوينې دفشار او دوينې دغوړو دناروغيو يوعامل دبازار له غوړيو څخه استفاده وبلله .
خدايار زياته کړه چې  دفابريکې خاوندان په سلو کې اتيا اومه مواد له ترکمنستان او قزاقستان څخه واردوي او په سلوکې شل نورې  دهېواد دکرنې له محصولاتو څخه برابروي .
په پلخمري کې  د زغر غوړيو يو تن استفاده کوونکي باز محمد وايي  چې دغه غوړي  بې زيانه دى خو له بده مرغه  د زغر په غوړيو کې هم  درغلي لاره موندلې ده .
  ده  دزغر غوړيو دتوليدوونکو دستګاو له خاوندانو څخه وغوښتل  چې بازار ته  د  خالص  زغر غوړيو وړاندي کولو ته زياته پاملرنه وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته