امنیت

په بغلان کې د طالبانو د اخاذۍ یوه سیمه ویجاړه شوه

کابل / د غويي ١۹مه / باختر
د بغلان مرکز پُلخمري ښار ته څېرمه د وسله والو طالبانو د اخاذۍ یوه سیمه په هوایي عملیاتو کې ویجاړه شوه.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې په پلخمري ښار پورې اړوند تاجکانو کلي کې د وسله والو طالبانو د پیسو اخیستلو یوه سیمه پرون له غرمې وروسته د پوځیانو په هوایی برید کې ویجاړه شوه.
بشارت زیاته کړه چې د دغو عملیاتو په پایله کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده، خو دقیق شمېر یې نه دی معلوم.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته