خبرونهورزش

په بغلان کې د فوټسال سیالیو د معدن ځوانانو د فوټسال ټیم په اتلولۍ پای ته ورسېدې

– کابل ، د غبرګولي ۱۷ مه ، باختر

د جام وحدت ترنامه لاندې د فوټسال سیالۍ چې د فوټبال ورزشي فدراسیون له لوري ترسره شوې وې پرون پای ته ورسېدې.

د بغلان د ورزش آمر قاري محمد امیرامیري باخترآژانس ته وویل چې د جام وحدت سیالۍ له ۱۸ کلنۍ څخه ښکته د فوټسال د لسو ټيمونو ترمنځ د فوټبال فدراسیون او د دغه ولایت د ورزشي آمریت له لوري ترسره شوې وې د معدن ځوانانو د فوټسال لوبډلې په اتلوالۍ پای ته ورسېدې.

هغه زیاته کړه، د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه د غوره څېرو د پېژندنه او د بغلان د فوټسال منتخب ټیم پياوړتیا ده.

هغه وویل، دغه سیالۍ چې د لسو ورځو لپاره ترسره شوې وې چې په پای کې د معدن ځوانانو د فوټسال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د لوبې په پای کې د دغو سیالیو ګټوونکو ته د فوټبال فدراسیون د غړو له لوري کپونه، ستاینلیکونه او مډالونه ورکړل شول.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته