ټولنه

په بغلان کې د مخابراتي خدمتونو وړاندې کول د ښه کېدوپه حال کې دى

کابل /د تلي ٤مه /باختر
د افغانستان د اسلامي امارت په بريا سره په بغلان کې د مخابراتي خدمتونود وړاندې کولوبهير ښه شوى دى .
د بغلان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژى رييس مولوي عبدالعزيز مستغفر باختراژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل: په بغلان کې دافغان تيلي کام،افغان بيسيم، روشن ، اتصالات او د ام تي ان مخابراتي شبکې فعالي دي چې د بغلان نوي سلنه خلک مخابراتي شبکوته لاسرسۍ لري.
مولوي مستغفر په بغلان کې د چټک انترنټ اولږ کمښټ په لرلو سره دافغان تيلي کام مخابراتي شبکه د اغيزمنې شبکې په توګه ياد کړ.
د بغلان د مخابراتو رييس وويل: د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولوترڅنګ کيبلي انترنټ ، ٣جي ، وايکمس ،دي –اي سل او د نوري فايبر کيبل د بغلان خلکوته انترنټي اسانتياوې برابرې کړي دي.
د بغلان د مخابراتو رييس زياته کړه هلې ځلې کوو چې د بغلان خلکوته په سلوکې سل مخابراتي خدمتونه وړاندې کړو.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته