امنیت

دوسله والو طالبانو د جلب او جذب يو مسوول په کندزکې ونيول شو

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٢
د کندز ولايت په خان آباد ولسوالۍ کې پرون د طالبانو د جلب او جذب مسوول د افغان امنيتي ځواکونو د ځانګړو او هدفمندو عملياتو په بهيرکې ونيول شو.
د٨٠٨ سپين زر قوماندانۍ وياند محفوظ الله اکبري د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه عمليات د امنيتي ځواکونو له خوا ترسره شوي و چې له امله يې د طالبانو د جلب او جذب مسوول ملاعبدالله له يوه همکار سره يې ونيول شو.
ديوبل خبرله مخې :
د کندز د مرکز په شمال کې د حاجي نواب په کلي کې د طالبانو په سنګرونه د امنيتي ځواکونو د هوايي بريدونو له امله د دوى يو پټځاى له منځه تللى دى .
ويل کيږي چې په دې بريدکې ديرش تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور تنه نوريې ټپيان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته