خبرونهټولنه

په بغلان کې د مخابراتي شبکو د فعاليتونو بندېدل پر خلکو ناوړه اغېزه کړې ده

۲۶- کابل / د لړم ٢٥مه / باختر
د بغلان په ګذرګاه نور ولسوالۍ کې د مخابراتي خدمتونو نشتوالی د دغې ولسوالۍ د خلکو د ستونزو سبب شوی دی چې په دې ولسوالۍ د افغان بيسیم مخابراتي شبکې په بيا فعالېدو سره دغه ستونزه يوڅه لرې شوې ده.
د باختر آژانس د خبريال د خبر له مخې؛ د ګذرګاه نور ولسوالي له هغو ولسواليو څخه ده چې يوازې د افغان بيسيم مخابراتي شبکه پکې فعاليت کوي چې دغه شبکه هم ځينې وختونه د وسله والو طالبانو له خوا بندېږي چې په دې کار سره د خلکو ستونزې زياتېږي. خو د دغې ولسوالۍ يوشمېر اوسېدونکي د مخابراتي شبکو د فعاليتونو د بندېدو يواځېنۍ اساسي ستونزه امنيتي پوستو ته څېرمه د مخابراتي پايو درول بولي، ځکه له طالبانو سره د امنيتي حواکونو د جګړې په وخت کې د آنتنونو پايو ته زيان رسېږي.
د ګذرګاه نور ولسوالۍ يو اوسېدونکي بهاالدين د مخابراتي شبکو د فعالیت پر اړتيا په ټينګار سره د کورنيو د ورځنيو ستونزو په لرې کولو کې د هغه رول مهم وباله او يې ويل: په ګذرګاه نور ولسوالۍ کې يوازې د افغان بيسيم مخابراتي شبکه فعاله ده چې آنتن يې امنيتي پوستې ته څېرمه موقعيت لري.
هغه زياته کړه: په تېرو جګړو کې هم څو ځلې د مخاپراتي شبکې پايې ويجاړې شوې وې.
بهاالدين د دغې ستونزې د حل لاره له اوسني موقعيت څخه يوې بلې مناسبې ساحې ته د مخابراتي پايو او يا هم د امنيتي پوستو لېږدول وبلل.
د ګذرګاه نور يو بل اوسېدونکي عبدالستار چې موټر چلوونکي دى، وويل چې دګذرګاه نور ولسوالۍ د بغلان يوه لرې پرته ولسوالي ده او د بيارغاونې او امنيتي مسئلو له پلوه هېره شوې ده.
د ګذرګاه نور ولسوال عبدالحنان په ټليفوني اړيکه کې د افغان بيسيم مخابراتي شبکې د فعاليت له امله په خوښۍ سره څرګنده کړه: په هغه سيمه کې چې د افغان بيسيم پايه او امنيتي پوسته موقعيت لري، مخابراتي شبکې او امنيتي مسئلو ته ځانګړي ارزښت لري.
د ګذرګاه نور ولسوال زياته کړه: موږ هلې ځلې کوو چې د افغان بيسيم مخابراتي شپکه دويمه پايه هم په دې ولسوالۍ کې ودروو.
د يادونې وړ ده چې په بغلان کې د مخابراتي شبکو د پايو ويجاړول او سوځول نوى کار نه دی، همدا اوس د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د شپې له خوا يوازې د سلام مخابراتي شبکه فعاليت کوي او نورې مخابراتي شبکې د شپې له خوا خپل فعاليتونه بندوي.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته