Uncategorized

په بغلان کې د مستندو لنډو فلمونوجشن جوړشو

کابل / د وري ۲۶ / باختر
د خبریالانو د مصونیت کمېټې د بغلان د اطلاعاتواو فرهنګ ریاست په همکارۍ په دغه ولایت کې د سولې او جګړې په اړه د فلمونوجشن جوړ کړ.
د دغه جشن د پرانیستلو په غونډه کې د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس زکریا ناصري د سولې په تحقق کې د مطبوعاتو او د سینما هنررول او مقام مهم او اساسي وباله او هیله يې وکړه چې د استانبول غونډه په هېواد کې د دایمي سولې پیل وي .
له ملکیانوڅخه د ساتنې د کمېتې مسوول محمد رحیم آریا او په شمال ختیځ زون کې د خبریالانو د ساتنې د کمېټې مسوول احمد فهیم نیکزاد د سولې د ښېګڼواو د جګړې او نا امنیو ناوړې اغیزې په اړوند خبرې وکړې.
د غونډې په پای کې ۱۵ لنډ مستند فلمونه چې د جګړې او تاوتریخوالي او د سولې له خوبونوسره د ناوړو اغیزو څرګندوی دی نندارې ته وړاندې شول.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته