ټولنه

په بغلان کې د نړۍ د خوړو سازمان د نغدي مرستې بهیرپیل شو

کابل / د وري ۸ / باختر
په پلخمري ښآر کې په بېوزلواو زیانمنو شویو کورنیو د نړۍ د خوړو سازمان د نغدې مرستې د ویشلوبهیرنن پیل شو.
د بغلان د کاراو ټولنیزوچارو رییس سید صالح صالح د باخترآژانس سیمه ییزخبریال ته وویل چې ټاکل شوې ده د نړۍ د خوړو سازمان له ۳۷۰۶ بېوزلو او جګړه ځپلو کورنیوسره نغدي مرسته وکړي.
د هغه د څرګندونو له مخې، د کار او ټولنیزو چارو او له پېښوسره د مبارزې د بنسټونو پلاوي بېوزلي او زیانمنې شوې کورنۍ یې مخکې سروې کړې دي .
د بغلان له پېښوسره د مبارزې رییس مجیب الرحمن بهین وویل چې په دې پروګرام کې په هرې کورنۍ ۶۸۴۰ افغانۍ وېشل کېږي.
پای- شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته