خبرونهټولنه

په بغلان کې د نیالګیو د ایښودلو کمپاین پيل شو

کابل /د سلواغې ۲۰مه/باختر
د بغلان د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست نن په دغه ولایت کې د نیالګیو د ایښودلو کمپاین پیل کړ.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د بغلان د کرنې او مالدارۍ رییس قاري محمدنعیم همکار د دغه ریاست د سمسورتیا پروګرامونو په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د ټولو دولتي ادارو د همکاریوغوښتنه وکړه.
هغه وویل د دغه کمپاین د ترسره کولوهدف د سمسورتیا ساتنه، پراختیا او د ژوندانه چاپیریال ساتنه ده.
هغه وویل په دې کمپاین کې د بغلان په مرکز پلخمري ښار او۱۴ولسوالیو کې ۴۰ زره میوه لرونکي او ډولي نیالګي ایښودل کېږي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته