خبرونهامنیت

په بغلان کې د وسلو يوه زېرمه کشف شوه

 کابل، د چنګاښ ۱۴ مه، باختر

د بغلان د استخباراتو رياست ځواکونو د دغه ولايت د اندرابونو ولسواليو کې د وسلو يوه زېرمه کشف او ضبط کړه.

د بغلان د استخباراتو رياست باختر اژانس ته د يوې خبرپاڼې په لېږلو سره خبر ورکړ، چې  د دغه ولايت د استخباراتو رياست ځواکونو د ځانګړو عملياتو په بهير کې د اندرابونو په ولسوالۍ کې د وسلو او مهماتو يوه زېرمه کشف کړې او ترلاسه کړې ده.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، له دې زېرمې يو ایس.پي. جي ٩، دوه توغندي ويشتونکي، ٣ کلاشينکوفونه، يو ام ٤، يوه پيکا، يوه تومانچه او په زرګونه ګولۍ او پوځي تجهيزات ترلاسه شوي دي. د کشف شوې زېرمې په اړوند څوک نه دي نيول شوي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته