امنیت

په بغلان کې د پوځي وسایطو د راټولو بهیر پیل شو

کابل /دمرغومي ۱۶مه /باختر
د بغلان له ۱۴ اداري واحدونو څخه د پوځیي ویجاړ شویو وسایطو د راټولولو بهیر پرون پیل شو.
د دریمې پلې لوا قوماندان مولوي شاکر د باخترآژانس خبریال ته وویل چې په دې بهیر کې د هاموې ټانګونه، رنجرې او د انټرنشنل ټانګونو په ګډون څه د پاسه ۵۰ واسطې د بغلان له ولسوالیو، د کابل – بغلان او کابل مزارشریف له لویې لارې راټول او د ۲۱۷عمري قول اردو ته ولېږدول شول.
مولوي شاکر د ویجاړ شویو پوځي وسایطو د راټولولو هدف د دغو وسایطو بیا ترمیمول او په بغلان کې د منظمې پوځي قطعې جوړول وبلل.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي اسد الله مصطفی هاشمي د ۲۱۷عمري قول اردو د قوماندانۍ د دغه اقدام هرکلی وکړ او له ولسوالیو څخه د پوځي وسایطو راټولول او د منظمې اردو د جوړولو په لاره کې د دغه پروګرام رول مهم او اساسي وباله او د منظمې اردو په جوړولو اوپیاوړتیا یې ټینګار وکړ.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته