خبرونهروغتیا

په بغلان کې د کانګو ناروغۍ دوه پيښې ثبتې شوې دي

کابل، د چنګاښ ۱۳ مه، باختر

د هوا په زياتې توديدو او د کانګو ناروغۍ په خپرېدو سره تر اوسه پورې په بغلان کې د دې ناروغۍ  ٢ پيښې ثبتې شوې دي.

د بغلان د عامې روغتيا رياست د ساري ناروغيو د څانګې مسوول ډاکتر شاه محمود هوفياني د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې د کانګو ناروغۍ اساسي او مهم عوامل د څارويو د کنې چيچل، د څارويو حلالولو پر مهال او په غوجلو کې د روغتيا ساتنې نه رعايتول وبلل.

هغه زياته کړه چې د کانګو ناروغي يوه ساري او وژونکې ناروغي ده چې له څارويو څخه انسانانو او له يو انسان څخه بل انسان  ته ليږدول کېږي.

د کانګو ناروغۍ نښې نښانې لوړه تبه، سر دردي او د زړه بد والی دی.

هوفياني وويل، چې د خلکو د پوهاوي د لوړولو په خاطر په دې اړه يو لړ تبليغات د بېلابېلو رسنيو له لارې خپاره شوي دي او د پلخمري په نخاس کې د کانګو د مخنیوي لپاره پر څارويو درمل شيندل شوي دي.

ډاکتر هوفياني زياته کړه، چې په پام کې ده د پلخمري په ښار کې  د قصابۍ  په ټولو دوکانونو کې درمل وشيندل شي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته